چارو ادارې د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمینین شيخ ملا هبت الله اخوندزاده حفظه الله د فرمان له مخې د يو شمېر مسوولينو د نوې ګمارنو خبر ورکړی دی.
دې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د پروان ولایت پخوانی مرستیال مفتي محمد ادریس انوري د همدې ولایت د والي، د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي سلاکار مولوي محمد ابو الوفاء عثماني د پروان ولایت د مرستیال او د دې ولایت پخوانی والي مولوي قدرت ﷲ امیني د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.
د يادې خبرپاڼې له مخې، د سرپل ولایت پخوانی مرستیال مولوي محمد نادر حقجو د تخار ولایت د مرستیال او د تخار ولایت پخوانی مرستیال ملا خان محمد حقاني د سرپل ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بامیان ولایت د استخباراتو پخوانی رييس مولوي نیک محمد حذیفه د غور ولایت د مرستیال، مولوي محمد ﷲ براء د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان او د پکتیکا ولایت پخوانی امنیه قومندان شیخ محمد شریف حلیم د ننګرهار د پوهنې ریاست د رييس په توګه ټاکل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمان له مخې، تر دې وړاندې هم په چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو په موخه ځيني بدلونونه ترسره شوي دي.