ډېر لوستل شوي

د تېرې ادارې پخوانيو مسوولينو ته د خونديتوب کارتونه وېشل شوي

له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون د تېرې ادارې پخوانيو مسوولينو ته د خونيتوب کارتونه وېشلي دي.
د ياد کمېسيون د دارالانشاء رييس مولوي ذاکرالله ذاکر وايي، چې هيچا ته د پخوانۍ دندې له امله ستونزه نه جوړېږي او که څوک اندېښنه لري؛ نو کولای شي د خونديتوب کارت په ترلاسه کولو سره په هېواد کې ارام او هوسا ژوند وکړي.
ښاغلي ذاکر زیاته کړې، چې هر افغان کولی شي، په پوره ډاډ سره افغانستان ته راشي.
دا په داسې مهال ده، چې له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون له لارې د تېرې ادارې پخواني په لسګونه مسوولين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوند خبرونه