د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
ياد وزارت زياتوي، چې د دې بند په پرانستلو سره به د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې او د موسمي سیلابونو د کنټرول ترڅنګ، هر کال ۳۰ میلیونه متره مکعبه اوبه تنظیم، له ۲ زره ۷۰۰ څخه تر ۳زره ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوب، پنځه میلیونه متره مکعبه د څښاک اوبه برابرې او ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید شي.
د يادونې وړ ده، چې د شاه او عروس بند پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي.