د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمان حقاني ويلي، چې هېواد ته ټول راستانه شوي کډوال به په با عزته توګه خپلو سيمو ته ولېږدول شي.
ښاغلي حقاني يادې څرګندونې، نن خوست ولايت ته د خپل سفر او په یاد ولایت کې د مرستو د وېش پرمهال وکړې.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ټول کورني بېځايه شوي او راستانه شوي کډوال، چې له ثبت لړي پاتې شوي؛ هغوی به هم د يوه ميکانيزم له لارې ثبت او له امتيازاتو څخه به برخمن شي. د ويلو ده، چې په تېرو څو مياشتو کې خوست ولايت ته تر ۳ زرو پورې د افغان کډوالو کورنۍ له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې دي.