ډېر لوستل شوي

پوهنې وزارت د هېواد د سړو سيمو په ښوونځيو کې د کلنۍ ازموينو نېټه اعلان کړه

پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد د سړو سيمو په خصوصي او دولتي ښوونځيو کې کلنۍ ازموينه به د روانې لړم مياشتې پر ۲۶ نېټه پيل شي.

نشرات رادیو امید در هلمند.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، له لومړي تر درېیم ټولګي پورې ازموینه د لړم پر ۲۶ مه نېټه او له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې ازموینه بیا د روان لمریز کال د لیندۍ له لومړۍ نېټي څخه پیلیږي. همدا راز په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کلنۍ ازموینه کې د ګډون لپاره د لومړي ټولګي د زده کوونکو د حاضرۍ ضوابط ۵۰ سلنه، له دویم نه تر شپږم تولګي پورې ۷۰ سلنه او له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې ۷۵ سلنه اړین دي.

اړوند خبرونه