ډېر لوستل شوي

د خوړو او درملو ملي اداره: په ټول هېواد کې د درملو د تولیدونکو کارخونو او واردونکو شرکتونو څارنه کوو

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، هڅې کوي چې افغانستان د درملو تولید له اړخه په ځان بسیا کړي.
د دې ادارې سرپرست، د درملو تولید د یوې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې په ټول هېواد کې د درملو تولیدونکې کارخونې او واردونکي شرکتونه څاري او هېواد ته د باکیفیته درملو د وړاندې کولو هڅې کوي.
د دې ادارې سرپرست دا څرګندونې د درملو د هغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې چې تازه یې په پلازمېنه کابل کې فعالیت پيل کړی دی.
د دې کارخونې په لومړي فاز د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او ټاکل شوې چې دا پانګونه ۱۰ ميليونه ډالرو ته ورسېږي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، ډاکټر عبدالباري عمر، د دې کارخونې پرانېستې مراسمو کې دا هم ویلي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د درملو د تولیدونکو کارخونو او واردونکو شرکتونو څخه څار کوي او په دې هڅه کې دي څو ښه کیفیت لرونکي درمل هېواد ته وړاندې کړي.
هاخوا د دې کارخونې سرپرست، ضیاالدین مایار ویلي چې په دې کارخونه کې ۶۸ ډوله درمل تولیدیږي. نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د درملو په برخه کې د قاچاق مخه ونیسي.

اړوند خبرونه