د تورخم کميسار عبدالجبار حکمت وایي، امنیتي ځواکونو هغه غل نیولی، چې له دوو ملګرو سره یوځای یې دوې ورځې وړاندې له یوه دوکانه غلا کړې وه.
دې غلو تورخم ښارګوټي کې له یوې هټۍ درې ميليونه او نهه سوه زره کلدارې، افغانۍ، یورو او ډالر پټ کړي وو. د ښاغلي حکمت په وینا یاد کس یې د امنیتي کمرو پر مټ دوه ورځې وروسته پیدا کړی او پیژندلی دی.
نیول شوي غل، په لومړیو څېړنو کې اعتراف کړی او خپل دوه نور ملګري یې هم ورته په ګوته کړي دي. د کمیسارۍ د مسوولینو په خبره له نیول شوي کس لومړۍ څېړنې روانې دي چې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.