د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر ډاکتر ټيډروس سره ليدلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د روغتيا په برخه کې د همکاريو په راخپلولو، د پوليو او ورته نورو ساري ناروغيو سره د مبارزې په پياوړتيا، د هېواد په سپينو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو په تړاو خبرې شوې دي. د يادونې وړ ده چې عامې روغتيا وزات ويلي، د ولسواليو په کچه روغتيايي سيستم په برخه کې هڅه کوي، چې ياد سکټور د ځان بسياينې لور ته يوسي.