د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، چې دې ولایت کې ۶ تنه د قمار پر تور نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دا ۶ تنه د ننګرهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې د قمار پر مهال نیول شوي دي.
دې کسانو سره ۹۰۰ امریکایي ډالر او ۱۶ زره افغانۍ هم نیول شوي دي. یاد کسان د ډېرو پوښتنو ګروېګنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل کیږي.