له نشهيي توکو سره د بلخ امنيه قوماندانۍ د مبارزې مسوولينو په ډېره اندازه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
دې قوماندانۍ په يو خبرپاڼه کې ويلي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پوليسو د ياد ولايت د بلخ ولسوالۍ د “علم خېل او بابا يوسف” کليو کې ۲۵ کيلو ګرامه چرس، ۲۴ ګرامه ترياک، دغه راز ۱۹۹ ټابليټ کا، يوه برېښنايي تله او نور وسايل کشف او ضبط کړي دي.
د مسوولينو په خبره، چې د يادو نشهيي توکو په تړاو درې کسان هم نيول شوي دي.