د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته کړې ده.
ارګ نن مازیګر(دوشنبه، لړم ۲۸مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
دې ناسته کې د سیمې او نړۍ په وروستیو بدلونونو او له هېوادونو سره پر ښکېلتیا او ښو اړیکو بحث وشو.
ارګ په خپل اېکس زیاته کړې، چې دې ناسته کې له اجنډا سره سم پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو او په ځانګړې توګه په سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او د ژمي په راتګ د نړیوالو مرستو په انسجام او له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاسته راوړنو خبرې وشوې. سیاسي کمېسیون مهالوېش سره سم د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ خپلې غونډې کوي.