د پنجشېر ځايي چارواکو د دغه ولایت په ۳ ولسواليو کې د ۳۰ بستریزو روغتيايي مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه ۳۰ بستریز روغتيايي مرکزونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له حکم سره سم د پنجشېر د پریان، درې، او حصه اول ولسوالیو په هغه سیمو کې جوړېږي چې تر دې دمخه له روغتیایي چوپړونو بې برخې وو.
ویل کیږي چې دې درېیو مرکزونو ته ولسي خلکو خپلې ځمکې بښلي او د هر ډول مرستې ډاډ یې هم څرګند کړی دی.
دا روغتیایي مرکزونه به د ماشومانو د زېږون او جراحي برخې سربېره نورې اسانتیاوې هم ولري.