ډېر لوستل شوي

هېواد ته واردېدونکې خوسا هوږه بېرته پاکستان ته ورګرځول شوې

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مسوولينو په تورخم ښارګوټي کې ۱۹ ټنه هغه هوږه بېرته پاکستان ته ورګرځولي، چې خوسا شوې وه.

دا هوږه د یوه سوداګريز شرکت له لوري د هېواد بازارونو ته راوړل کېده.

د ننګرهار د کرنې ریيس مولوي محمد ولي محسن پر سوداګرو غږ کړی چې هېواد ته له لوړ کيفيته برخمن توکي وارد کړي. د یادونې وړ ده، چې تر دې دمخه د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو هېواد ته د ټيټ کیفیت درلودونكي  نفتي او ودانیزو توکو د واردېدو مخنیوی کړی وو.

اړوند خبرونه