ډېر لوستل شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هڅه کوو څو د بې کارۍ کچه راټېټه کړو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کار عالي شورا فعالیدو سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته شي.
ددغه وزارت د ویاند په وینا، چې اوس مهال یې ددغې شورا د فعالیت بیا پيل په موخه ابتدایي ناستې هم ترسره کړي او هڅې کوي څو دغه شورا فعاله او له دې سره ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته کړي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د سوالګرو د راټولو کمیټه کې هم رغنده رول لري او هغه سوالګر ماشومان چې کاري وړتیا ولري، هغوی لپاره یې د مسلکي او تخنیکي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي، امید راډیو سره په خبرو کې وایي، چې د کار عالي شورا فعالیدو سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته شي.
د نوموړي په وینا، چې اوس مهال یې ددغې شورا د فعالیت بیا پيل په موخه ابتدایي ناستې هم ترسره کړي او هڅې کوي څو دغه شورا فعاله او له دې سره به د کار نړیوال سازمان سره چې دمګړۍ په افغانستان کې فعالیت لري اړیکې پراخې او ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته شي.

ښاغلی ابراهیمي وایي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سوالګرو د راټولو کمیټه کې هم رغنده رول لري او هغه سوالګر ماشومان چې کاري وړتیا ولري، هغوی لپاره یې د مسلکي او تخنیکي زده کړو زمینه برابره کړې او هغه ماشومان چې د کار وړتیا ونلري او بې سرپرسته وي ددغه وزارت اړوندو روزنتونو کې ساتل کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې رغول شوو روږدو کسانو لپاره یې هم کاري بوختیاوې رامنځته کړي او د یو شمېر مرستندیو بنسټونو په مرسته یی د حرفوي او تخنیکي زدو کړو وسایل دوی ته ویشلي چې وخت ناوخت د کار په بازار کې پرې څار لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند دغه راز وایي، چې بهر د ته د مسلکي افغان کارګرو د لیږد بهیر ولاړ ده او دوی هڅې کوي څو دغه لړۍ بیاځلي پيل کړي.

اړوند خبرونه