د اوبو او انرژۍ وزارت او مس عینک قراردادي شرکت(ام.سي.سي – جه.سي.ال) ترمنځ د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک نن(یکشنبه، لیندۍ ۱۱مه) د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او د لوګر د مس عینک قراردادي شرکت (ام.سي.سي – جه.سي.ال) د ریيس سونګ ون بینګ ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د چین سفیر ژو ژینګ، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال شیخ ضیاء الرحمن او د اوبو او انرژۍ وزارت ګڼو رییسانو برخه اخیستې وه.
د اوبو او انرژۍ وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتوکولو په برخه کې د باغدرې بند پر ارزښت ټینګار کړی او د دې پروژې تطبیق یې د کابل ـ بیجېنګ د ګډو همکاریو ستره لاسته راوړنه بللې ده.
ښاغلي منصور د چین سفیر او د ام. سي. سي شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی. دې غونډه کې په کابل کې د چین سفیر او د همکار شرکت رییس د افغانستان او چین اړیکې غوره بللي او دا هوکړه یې د ګډو همکاریو برخه کې ستر ګام بللی دی.