اسلامي امارت وایي، تر شلو پورې د بیلابېلو هېوادونو سفارت خونې او استازولۍ دمګړۍ په افغانستان کې فعالیت لري.
د مولوي ذبیح الله مجاهد په وینا، چې دوی د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له دوی هم د ورته ښو اړیکو غوښتونکي دي.
ښاغلی مجاهد دغه راز په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد د پخوانیو چارواکو د غلطو پالیسو پایله بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي څو افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد له ملي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وایي، چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له دوی هم غواړي افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
د ښاغلي مجاهد په وینا، چې اوس مهال تر شلو پورې د بیلابېلو هېوادونو سفارت خونې او استازولۍ په افغانستان کې فعالیت لري او دغه راز د اسلامي امارت سفارت خونې او استازولۍ هم په نورو هېوادونو کې فعاله او اړوند خدمات وړاندې کوي.
مولوي ذبیحالله مجاهد وایی: « د سیمې، ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره اړیکې په ډېر ښه حد کې دي، هېوادونه هم له مونږ سره ښه تعامل لري د شلو په شاوخوا کې سفارت خونې او نمایندهګۍ په کابل کې فعاله دي او زموږ هم همدومره نمایندهګۍ په بهر کې فعاله دي.»
نوموړی دغه راز هېوادونو ته د سفیرانو لیږل د رسمیت پېژندلو په برخه کې مهم ګام بولي او زیاتوي، چې دمګړۍ له بیلابېلو هېوادونو سره ښه تعامل او اړیکې لري.
ښاغلی مجاهد وایی: «بلکل د رسمیت پيژندلو ښه ګام بللی شو، دا یو ګام دی په رسمي شکل باندې د یو هېواد سفیر لیږل او د هغوی سفیر دلته راتلل دا رسمیت دی او رسمیت دې ته وایي، چې یو بل سره تعامل ولرې، تګ -راتګ ولرې، تجارت ولرې.»
ښاغلی مجاهد دغه راز، په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد د پخوانیو چارواکو د غلطو پالیسو پایله بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د ټولو هېوادونو لپاره د سولې او امنیت غوښتونونکی دی او هیچاته اجازه نه ورکوي څو افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
«ټيټيپي چې هلته پيدا سوه جنګ هلته شروع شوی دی، دا د پاکستان د تېر نظام د مشرف د حکومت د غلطو پالیسو نتیجه وه، چې هغوی امریکا ته په خپل هېواد کې اډې او امکانات ورکړل او هلته ناراضه ولس پورته شو او د ولس یوه برخه په جنګ ورسره اخته شوه.»
نوموړی په دغې مرکه کې هېواد کې د اوبو بندنو د رغولو ډاډ هم ورکوي او زیاتوي، چې د کنړ سیند په ګډون به په ټولو لویو سیندونو باندې د ابو بندونو ورغوي.
ښاغلی مجاهد وایي، چې په دې برخه کې به د هیڅ هېواد لاسوهنې ته اجازه ورنکړي.
هغه په دې اړه وایی: « نه تنها د کنړ سیند؛ بلکې په ټولو هغو اوبو باندې چې د بند او ذخایرو استفاده ترې کیدلای شي په هغو ټولو کار کوو، په دې کې د چا حق نشته او بند جوړول د هېوادونو خپل ضرورت او خپله اړتیاوې دي او اوبه هم د هېواد خپل ملکیت دي و هر ډول یې چې استعمالوي هغه ډول یې کولای شي»
د اسلامي امارت ویاند دغه راز په خپلو خبرو کې وایي، چې د واخان لارې، ۳۵ کلیومتره چارې پاتې او ډېر ژر به دغه لار د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شي.