د لغمان د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ښار کې د ۳ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوي دي.
د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې پلې شوې، چې ټولټال پرې لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
دې پروژو کې د یوه فرعي سړک جوړول، د کابل ـ جلال آباد عمومي هډې لپاره دېوال جوړول او د موټرو د تمځای لپاره د پټنځای جوړول شامل دي.
بل پلو، د مهترلام اوسېدونکو هم ددې پروژو له بشپړاوي خوښي څرګنده کړې ده.