ډېر لوستل شوي

د لوګر په يوې ولسوالۍ کې څه باندې ۵۶۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نيول شوي

د لوګر محمد اغې ولسوالۍ مسوولين وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۵۶۰ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.

د دې ولسوالي امنيې قوماندان سمونوال ملا نجم‌الدين ايوبي ويلي، چې د يادې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې ۵۶۳ تنه نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې د يادې ولسوالۍ اړوند سيمو کې په جنايي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په همدې حال کې، د محمد اغې ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د کشف امر ويلي، په نيول شويو کسانو کې قاتلين، غصب کوونکي او د نشه‌يي توکو کاروباریان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د محمداغې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د غلو شپږ کسیزه مسلکي ډله نيول شوې وه.

اړوند خبرونه