د هواپېژندنې ریاست مسوولینو نن(جمعه، لیندۍ ۲۳مه) د هېواد په یو شمېر شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو د لګېدو اټکل کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې ان تر ۸۰ کیلومټرو پورې ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ژمي په رارسېدو د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو سړو سېمو کې هوا بې سارې یخه شوې ده.
تېره میاشت هم د ننګرهار په ګډون د هېواد څو ولایتونه د سختو ورښتونو شاهدان وو، چې لسګونو تنو ته یې د سر او مال زیان واړاوه. یاده دې شي، چې افغانستان په نړۍ کې له اقلیمي بدلونه زیانمن هېواد ګڼل کیږي؛ خو صنعتي هېوادونو له دغه زیانګالي هېواد سره دې برخه کې هېڅ هېواد رښتیني همکاري نه کړې.