ډېر لوستل شوي

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د برېښنايي پيژندپاڼو وېش څانګه پرانېستل شوه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر کې هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوې ده.  د یادې څانګې په پرانېسته کې، د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار، د یاد ولایت د احصايې اومعلوماتو ریيس مولوي محب الله هدایت، د شینډنډ ولسوالۍ ځایي ملکي او نظامي مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

اړوند خبرونه