د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د درنې واورې، باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سبا په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او دایکندي کې د ورښتونو اټکل شته.
په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه د ۱۵ او ۲۵ مليمترو او د واورې هغه بیا د ۱۰ او ۳۵ سانتيمترو ترمنځ ښودل شوې ده.
دغه راز، یاد ریاست په شمالختیځو، شمالي، لویدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د بادونو وړاندوینه هم کړې ده.