ډېر لوستل شوي

زورور توپان د فرانسې یو ټاپو ځپلی

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د فرانسې په مایوټ ټاپو کې د یوه ویجاړونکي توپان له امله سلګونه کسانو خپل ژوند بایللی دی.

دې ټاپو کې شاوخوا ۳سوه زره تنه ژوند کوي، چې د مر ګ ژوبله دقیقه شمېره لا رسنیو نه ده کره کړې.

رویټرز د فرانسې د لوړپوړو چارواکو له خولې لیکلي چې ښایي مرګ ژوبله سلګونو تنو ته رسېدلي وي.

د چارواکو له قوله، دا په تېره یوه پېړۍ کې تر ټولو زورور توپان دی چې دا ټاپو یې تجربه کوي. د یادولو وړ ده چې مایوټ له پارېس څخه شاوخوا 8 زره کیلومتره لري پروت دی. ددې ټاپو خلک بېوزله دي چې زیاتره وخت له جنایي ډلو او شوکمارو سره مخیږي.

اړوند خبرونه