د راپورونو له مخې، یمن کې مېشتو مقاومتي ځواکونو د اسراییلو پر پلازمېنې پراخ بریدونه کړي دي.
ددغو ځواکونو ویاند جنرال یحی سریع ویلي چې په دې توغندیزو بریدونو کې یې نظامي اهداف په نښه کړي دي.
سریع زیاته کړې چې دا بریدونه یې غزه، لبنان او سوریه کې د صهیونېست رژیم د ظلمونو په ځواب کې کړي دي.
یاده دې شي چې دا توغندیز بریدونه مرګ ژوبله هم لري او پلازمېنه تل ابیب کې د خطر زنګونه هم کړنګول شوي دي.