د امريکا ويسکانسين ايالت په يو ښوونځي کې يوې زدهکوونکې خپله ټولګيواله او ښوونکی په ډزو وژلي دي.
روېټرز خبري اژانس د ځايي پوليسو له قوله ليکلي، چې په دې پېښه کې شپږ نور کسان هم ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي، چې دغه زدهکوونکې د نټالي روپنا په نوم پېژندل شوې او په ځينو نورو ځاينو کې د سامانتا په نوم هم پېژندل شوې ده.