د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال شيخ کليم الرحمن فاني د دې وزارت د سرپرست شهيد خليل الرحمن حقاني باندې د بريد په تړاو له ټولو کورنيو او نړيوالو بنسټونو څخه د خواخوږۍ په پار مننه کړې ده.
دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ياد وزارت په استازيتوب مالي او اداري مرستيال په هېواد کې د مېشتو بهرنيو هېوادونو له سفارتونو، کورنيو او نړيوالو بنسټونو او عامو خلکو څخه چې په دې غم کې يې ځان شريک ګڼلی، مننه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو چارو وزارت سرپرست شهيد خليل الرحمن حقاني تېره (چهارشنبه، ليندۍ ۲۱مه) د ياد وزارت په انګړ کې په يو “بزدلانه” بريد کې په شهادت ورسېد.