د سوریې په پلازمېنې دمشق کې یو ډلهییز قبر موندل شوی چې شاوخوا سل زره تنه پکې دفن شوي دي.
ویل کیږي چې دا کسان د بشارالاسد په اشاره وژل شوي دي.
په امریکا کې د سوریې د مدافعې ادارې مشر معز مصطفی پرون ویلي چې دا قبر د دمشق شمال ته په القتيف سیمه کې موندل شوی. یاده دې شي چې د اسد کورنۍ په واکمنۍ کې سلګونه زره تنه اعدام، ربړېدلي او په هوایي بریدونو کې له منځه تللي دي.