د سويډن حکومت په دې هېواد کې د تېرې ادارې له سفير عباس نويان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.
ياد حکومت په دې هېواد کې د نويان د اوسېدو موده هم نه دې غځولې.
تر دې وړاندې د جرمنې د بهرنيو چارو وزارت هم په برلين کې د تيرې ادارې له سفير څخه غوښتي و، چې خپله استعفا وړاندې کړي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سياسي استازوليو کونسلي خدمتونه د بهرنيو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له امله باطل اعلان کړل.