ډېر لوستل شوي

د غزې په روانه جګړه کې له لس زرو ډېر صهيونيستي پوځيان ټپيان شوي

د صهيونيست رژيم دفاع وزارت ويلي، په غزه کې د روانې جګړې له پيله تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۳ زره او ۵۰۰ صهيونيسي پوځيان ټپيان شوي دي.

د ياد وزارت د بيارغونې ادارې د راپور له مخې، د دې شمېر له جملې، ۱ زر او ۵۰۰ يې دوه ځلې په جګړه کې ټپيان شوي دي.

که څه هم په دې راپور کې د وژنې په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو ۸۷ صهيونيستي پوځيان په سر سخت ټپيان شوي دي.

ويل‌کېږي، چې له ۲ زرو ډېر يې له رواني ستونزو سره مخ شوي، او ۳ زره ۳۵۰ صهيونستان د ژور خپګان، وېرې او نورو ستونرو سره لاس او ګرېوان دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په ياد شمېر کې ۳۷ سلنه يې، د بدن د هډوکو له دردونو سخت کړېږي.

ياده دې شي، چې پر غزې د صهيونيست رژيم برید راهیسې تر دې مهاله سلګونه صهيونیستي پوځيان هم وژل شوي دي.

اړوند خبرونه