د روسیې پارلمان تازه یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې دا هېواد له هغو هېوادونوسره اړیکې عادي کولی شي، چې له ډول ډول بندیزونو سره مخ وي.
ګومان کیږي، چې دا قانون به د اسلامي امارت او د سوریې د نویو واکمنو( هیئت تحریر الشام) د رسمیت پېژندنې او یا هم د ډپلوماټیکو اړیکو د پراخونې په پار اخیستل شوی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او ددې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې اسلامي امارت اوس په بشپړ ډول پر افغان خاوره واکمنان دي، هېواد یې ټیکاو لري او له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدلی.
د روسیې پارلمان تېره اونۍ هم داسې لایحه تصویب کړه، چې له مخې یې اسلامي امارت له بندیز سره دمخو ډلو له نوملړه حذف کړي.
یاده دې شي چې مسکو او کابل اوسمهال غوره خپلمنځي اړیکې لري او یاد هېواد د اسلامي امارت غړي ګڼو ملي او نړیوالو ناستو ته بللي دي.