د ملي دفاع وزارت لوی درستيز حافظ محمد فصيحالدين فطرت د طبي علومو اکاډمۍ په علمي او مسلکي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
په دې کنفرانس کې ښاغلي فطرت په هېواد کې د ښځينه او نارينه ډاکترانو پر شتون ټينګار کړی او ويلي دي، چې هېوادوال مو په روغتيايي برخه کې نارينه او ښځينه ډاکترانو ته اړتيا لري. د ويلو ده، چې په ياد کنفرانس کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطيفالله حکمي هم ګډون کړی و.