د جرمني په ماګدبورګ ښار کې يو کس د “کرسمس” يا د نوي ميلادي کال د نمانځنې په مراسمو کې پر خلکو خپل موټر وربرابر کړی دی.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې نږدې ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
اسوشټېډ پريس د ځايي چارواکو په قول ليکلي، چې موټر چلوونکی نيول شوی دی. ماګدبورګ، د برلین په لویدیځ کې، د ساکسوني-انهالټ ایالت مرکز دی او شاوخوا ۲ لکه او ۲۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.