الجزیرې خبر ورکړی چې نن(شنبه، مرغومي لومړۍ) سهار وختي د یمن مقاومتي ځواکونو پر تل ابیب توغندي ویشتي دي.
تر اوسه دې بریدونو کې د ۱۴ تنو د ټپیانو خبر ورکړل شوی، چې صهیونېست رژیم هم ددې بریدونو پخلی کړی.
ویل کیږي چې صهیونېستان ددې توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلي دي. یاده دې شي چې تر اوسه د توغول شویو توغندیو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.