ډېر لوستل شوي

دمشق کې د ایران د سفارت یو کارکوونکی ترور شوی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاٸي اعلان کړی، چې په دمشق کې د ایران د سفارت یو کارکوونکی سید داود بېطرف وژل شوی دی.
دغه سفارت نن (شنبه، مرغومي لومړۍ) ویلي، چې ښاغلی بېطرف له ده سره په موټر کې د سپرو کسانو له خوا وژل شوی.
ښاغلي بقايي زیاته کړې چې بېطرف ۵ ورځې وړاندې وژل شوی، چې جسد یې له پېژندو وروسته تهران ته راوړل شو.
نوموړی ددې قتل پړه پر اوسني حکومت اچوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې هېواد به یې د قتل دا قضیه له ډپلوماټیکو او نړیوالو لارو جدي وڅاري.

اړوند خبرونه