د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي چې یوه جنګي الوتکه یې په سور سمندرګي کې لوېدلې ده.
سنټکام ددې الوتکې د لوېدو سبب تخنیکي ستونزې بللي.
ویل کیږي چې ددې الوتکې د لوېدو پر مهال پیلوټان د پراشوټونو په مټ ژغورل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ددې الوتکې له لوېدو سره سم پر یمن پراخ بریدونه کړي.