ډېر لوستل شوي

لوی درستيز د پلانونو په پلي ‌کېدو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی

د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز حافظ محمد فصيح‌الدين فطرت د قول ‌اردوګانو د قطعاتو او جزوتامونو له قوماندانانو سره پرلیکه (انلاین) ناسته کړې.

له ښاغلي فطرت سره په دې ناسته کې اړوند مسوولينو د خپلو قطعاتو په تړاو راپور او راتلوتکي پلانونه شريک کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکو لوی درستيز له اړوند مسوولينو سره د پلانونو د پلي ‌کېدو په برخه کې د ښې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز د اړوند قول ‌اردوګانو له مسوولينو سره د ښې همکارۍ رامنځته کېدو او چارو سمون په موخه په منظم ډول ناستې کوي.

اړوند خبرونه