د حوثیانو مقاومتې ډلې د اسراییلو پر پلازمېنې تل ابیب ناڅاپي بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې یادې ډلې د بېپیلوټه الوتکو په مټ د تل ابیب ډېرې برخې تر لړزونکو ګوزارونو لاندې راوستي دي.
همدارنګه اسراییلو هوایي ډګر له یمنه د توغول شویو توغندیو له وېرې تړلی. له یاد راکټي برید سره سم، تر ۲ میلیونه ډېر خلک پناه ځایونو ته تښتېدلي او ډېری یې د تېښتې پر مهال لاندې شوي هم دي.
سره له دې چې اسرايلي پوځ له يمن څخه د توغول شويو راکټونو د شنډولو ادعا کړې، خو د اسرایلي مېشتو کمرو انځورونه ښيي چې دغه توغندي تل ابيب ته رسېدلي دي.