ډېر لوستل شوي

سعودي عربستان د تېرو لسیزو په پرتله ګڼ مجرمین اعدام کړي

سعودي عربستان د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو ډېر ۳۳۰ تنه مجرمین اعدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېواد حاکم محمد بن سلمان په ۲۰۲۲ زېږدیز کې ویلي و چې د اعدام سزاوې به راکمې کړي.
سعودي عربستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۲ او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹۶ مجرمانو ته د اعدام سزاوې ورکړل شوې وې.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغو مجرمینو کې تر سلو څخه ډېر بهرنیان شامل دي، چې ډېری یې د نشه يي توکو په قاچاق محکوم شوي وو.

اړوند خبرونه