د غزني د ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار لویې لارې اوږدو کې د یوه باروړونکي او یوه مسافروړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی چې یو تن پکې مړ او ۷ تنه پکې ژوبل دي.
دا پېښه نن مازیګر د ګیلان ولسوالۍ تور پوستې سیمې ته نږدې رامنځته شوې، چې ۶ ماشومان او یوه مېرمنه پکې ټپي ده.
د غزني د امینه قومندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.