هندوستان د یوې په زړه پورې او تاريخي لوبې وروسته وتوانېد چې افغان لوبډله ماته او بریا خپله کړي. ددې لوبې لومړۍ توپوهنه هند وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۲۱۳ منډو هدف کېښود. د لوبې په لومړیو کې افغان لوبغاړو د هند څلور مخکښ توپوهونکي وسوځول خو د هندي لوبډلمشر روهیټ شرما د یوه په زړه پوري اننګز وروسته لوبه د افغان توپ اچوونکو له واګو ووته.
روهیټ شرما په پرونۍ لوبه کې په ۶۹توپونو ۱۲۱ چټکې منډې جوړې کړې. د افغان توپ اچوونکو له لوري فرید ملک وتوانېد چې په څلوروو اورونو د ۲۰ منډو په ورکولو د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي.
په دویمه پاڼې کې د ګلبدین نایب او محمد نبي عیسی خېل د چټکې لوبې په مټ لوبه مساوي شوه او لوبه سوپر اور ته ووته. د افغان لوبغاړو له خوا رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او ګلبدین نایب نیمه سلیزې ووهلې.
په لومړي سوپر اور کې افغان لوبډلې د محمد نبي او ګربز د توپوهنې په مټ هند ته د ۱۷ منډو هدف ورکړ، چې هندۍ لوبډلې يې په ځواب کې ۱۶ منډې وکړې او لوبه دويم سوپر اوور ته لاړه. په دویم سوپر اور کې افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې د هند د ۱۲ منډو هدف پوره او لوبه وګټي.
ددې لوبې په بري سره هند وکولی شول ددې لوبلړۍ په درېواړه لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړي او د لوبلړۍ جام خپل کړي.