د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د پاکستان پوځي رژيم الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د «کامایر» خصوصي هوايي شرکت د تېلو ذخیره په نښه کړې ده.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، په ياد ملکي تاسيساتو ځای کې به د ملکي هوايي شرکتونو او همداراز د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون توکي چمتو کېدل.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وینا، د پاکستان پوځي رژيم لوري تر دې وړاندې هم د حاجي خانزاده په نوم د یو خصوصي سوداګر د تېلو ذخیرې په نښه کړې وې. د اسلامي امارت ویاند تر دې وړاند د پاکستاني رژيم دا ډول بمبار یو جنایت بللی او ټینګار یې کړی، چې د ملکي تاسیساتو په نښه کول د منلو وړ نه دي او مقابل لوري ته به سخت ځواب ورکړل شي.

