د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان دفاع د اسلامي امارت مشروع حق دی او که هر وخت جګړه ورباندې وتپل شي، د دفاع لپاره بشپړه چمتووالی لري.
ښاغلي مجاهد له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، اسلامي امارت جګړه نه غواړي، خو که جګړه ورباندې تحمیل شي، د دفاع په برخه کې پراخه تجربه لري، ولس یې پیاوړې انګېزه لري او حکومت هم قوي نظامي ځواک لري.
د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځي رژیم یوې ځانګړې کړۍ له پیل راهیسې هڅه کړې چې د افغانستان ملکي وګړي په نښه کړي او تر دې مهاله هېڅ نظامي تاسیسات نه دي زیانمن شوي.
د اسلامي امارت ویاند ټينګار کړی، چې د پاکستان په حکومت کې یوه ځانګړې حلقه شته چې له بهره ورته ماموریت سپارل شوی، څو سیمه ناامنه کړي، او د نوموړي په وینا، دې ډلې له امریکا څخه پروژه اخیستې ده.
ښاغلي مجاهد همداراز ويلي، پاکستان خپله د همدې سیاستونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی، چې په وروستیو کې پکې له ۳۰۰ څخه ډېر نظامي کسان وژل شوي او شاوخوا څلور سوه نور ټپیان شوي دي.
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت لا هم ډیپلوماسۍ ته ژمن دی، خو په خبره یې په مقابل لوري باور نشته چې پر خپلو ژمنو او دریځ ودرېږي.

