ډېر لوستل شوي

افغانستان کرکټ بورډ ته د هند په کچه بودیجه منظور شوه

په اندونیزیا کې د کرکټ بورډ نړیوالې ټولنې د اسیا شورا کلنۍ ناسته وکړه چې پکې افغانستان ته د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو (هند، بنګله‌دېش، سريلانکا او پاکستان) په اندازه بودیجه منظور شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئیس میرویس اشرف او اجرايوي مشر نصیب خان سربېره د هند، بنګله‌دېش، سريلانکا، پاکستان او نورو آسیايي غړو هېوادونو د کرکټ بورډونو مشرانو برخه اخیستې وه.

د افغان کرکټ بورډ مشرانو په دې ناسته کې د غړو هېوادونو له مشرانو سره راتلونکي کې د دوه اړخیزه لوبو پر چمتو کولو او ډېروالي، د آسیایي شورا لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د تخنیکي روزنې او ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې د افغان کرېکټ بورډ د تخنیکي مسؤلینو د ګډون او نورو برخو په اړه خپلې خبرې وکړې.

د بورډ په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې یاده ناسته کې د هند د کرکټ عمومي سکرتر جې شا یو ځل بیا د يادې شورا مشري ترلاسه کړه او همداراز د دغې شورا پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې او همداشان په اسیا لویه وچه کې د کرکټ پر پراختیا خبرې اترې وشوې.

اړوند خبرونه