ډېر لوستل شوي

تېره ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازی هیواد ته راستون شو

.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مسوولین وایي چې په تېره ولسي جرګه کې د اهل هنودو هیوادوالو استازی نرندر سنګ خالصه هیواد ته راګرځېدلی دی. دغه کمیسیون نن(سه شنبه، وري ۲۱مه) د ښاغلي خالصه د راتګ خبره کړې ده.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون مسوولین وایي چې د پخوانۍ ادارې د ولسي جرګې استازی نرندر سنګ خالصه له کاناډا خپل هیواد ته راکرځېدلی دی.
د یاد کمیسیون له ایجاده څه باندې دوه کاله تېرېږي چې په ترڅ کې یې سلګونه افعان سیاسیون هیواد ته راګرځېدلي دي.
موده وړاندې عدلیې وزارت ویلي و چې په ټول هیواد کې یې د هندو افغانانو د ځمکو پلټنه پیل کړې ده او د تثبیت پر وخت به د دوی لاندې شوې ځمکې بېرته اصلي څښتنانو ته وسپاري

اړوند خبرونه