د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن(یکشنبه، وري ۲۶مه) پر اسراییلو د ایران د بریدونو په تړاو اعلامیه خپره کړې ده.
دغه وزارت لیکي چې صهیونستانو د روان کال د اپرېل پر لومړۍ د ټولو ډيپلوماټیکو نورمونو او نړیوالو قانونو پر خلاف دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په ځواب کې یې تېره شنبه شپه ایران هم مشروع دفاعي برید وکړ.
دغه وزارت لیکي: د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسلوژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړېچې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي. افغان حکومت د نړۍ او سیمې پر اغېزمنو هیوادونو غږ کړې چې د صهیونستي رژیم د ظلمونو مخه دې ونیول شي او د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی وکړي.