د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیحالله مجاهد په خپل اېکس لیکلي چې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له لوري د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل او کندهار کې د بېکارۍ د له منځه وړلو په پار جلا غونډې روانې دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد نن(یکشنبه، غوایي ۱۶مه) په خپل اېکس لیکلي چې دې غونډه کې د اسلامي امارت له لوري خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو پر څرنګوالي، د بېکارۍ عواملو پر له منځه وړلو او نورو موضوعاتو بحثونه کیږي. په یادو غونډو کې به د کار د زمینې د فرصتونو پر چمتو کولو نظرونه تبادله شي.