د قطر د سرې میاشتې له لوري د کندهار په ډڼد ولسوالۍ کې یو معیاري روغتون رغیږي.
دغه روغتیایي مرکز د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې رغول کېږي.
ورته مهال د قطر هېواد د سرې مياشتې استازي دکتور محمد صالح ابراهيم ژمنه وکړه، چې د کندهار ښار په درېیمه ناحيه کې به هم نوی روغتیايي مرکز جوړ کړي.
د ښاغلي ابراهیم په قول، تر راتلونکو درې کلونو به د شته روغتیایي مرکزونو ټول اړین توکي چمتو او نوي کړي