ډېر لوستل شوي

حوثیان د یمن ستراتیژیکو سیمو پر لور وړاندې ځي

رویټرز راپور ورکړی چې حوثیانو په یمن کې د مهمو لوړو سیمو د نیولو لپاره خپل پرمختګ چټک کړی او هڅه کوي د سره سمندرګي پر غاړه هم خپل کنټرول پراخ کړي.

د راپور له مخې، حوثیان په وروستیو اوونیو کې د یمن په ځینو مهمو سیمو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سره سمندرګي ساحلي سیمو ته د نږدې کېدو هڅه کوي.

په ورته مهال، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له غوښتنو وروسته پر حوثیانو د هوايي بریدونو پلان درلود، خو د راپور له مخې یې په وروستۍ شېبه کې دغه بریدونه لغوه کړي دي.

د حوثیانو وروستي پرمختګونه په داسې مهال دي چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدو د نړیوالو سمندري لارو او د انرژۍ د اکمالاتو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه