د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د ښوونیز بهیر د ارزونې په پار پروان ته په رسمي سفر تللی دی.
شیخ ندیم د پروان پوهنتون د روانو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او نورو موضوعاتو په اړه د دې پوهنتون له مسوولینو سره کتلي دي.
نوموړي د یاد پوهنتون د مسولینو لاسته راوړنې ستایلي، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی او د چارو د لا ښه والي په موخه یې ورته اړینې لارښوونې کړي دي. د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر تر دې وړاندې له بلخ، کندوز، تخار او بدخشان پوهنتونونو څخه هم لیدنه کړې ده.