د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اختر درې ورځې په بشپړ باامنه فضا کې تېرې شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن مازیګر(چهارشنبه، غبرګولي ۳۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اختر درې ورځې د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو او امنیتي تدابیرو په ترڅ کې په بشپړ امنیت کې تېرې شوې.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې امنیتي ارګانونه د هېوادوالو د سر، مال، او عزت ساتلو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
مفتي قانع زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ دې برخه کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د سرښندنو او همدا راز د خلکو له همکارۍ څخه مننه او هرکلی کوي