ډېر لوستل شوي

خوست کې زرګونه نشه‌یي ګولۍ نیول شوي

کورنیو چارو وزارت نن مازیګر(شنبه، چنګاښ دویمه) په خپل اېکس خوست کې د لسګونو زرو نشه راوړونکو ګولیو د نیونې خبر ورکړی دی.

د خوست د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یادې ګولۍ په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې نیولي دي.

ویل کیږي چې په دغو ګولیو کې ۱۱۹۰۰ پریګیبالین او ۴۰۰ تراماډول شاملې دي. د خوست امنیه قومندانۍ د دغو نشه راوړونکو ګولیو په تور یو تن نیولی هم دی.

بل پلو، د کابل پولیسو په مرکز کابل او ولسوالیو کې ۱۴ تنه د نشه یي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نیولي دي.

له دغو ۱۴ تنو ۷ لېټره الکولي مایعات، ۲۰ لېټره خوساشوي انګور او ۲۳ زره نشه‌یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.

اړوند خبرونه